AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵ ۲۳:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85681111
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د کرنې مرستیال له ایرانه د ټکنالوژۍ د لېږد غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې په تهران کې له صنعتي شرکتونو څخه لیدنه وکړه او افغانستان ته یې د ایراني کرنیزو ټکنالوژۍ د انتقال غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تهران د شمس‌آباد په صنعتي ښارګوټو کې د آدینه تولیدي ګروپ او د لوله ګستر خادمي شرکتونو څخه لیدنه وکړه.

 دا شرکتونه د اوبولګولو د نویو سیستمونو لپاره د پلي اټلین پایپونو او نلونو د تولید، د کیمیاوي سرې د تولید، د نباتي آفت وژونکو درملو تولید، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، د کرنیزو وسایلو دتولید او د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته‌بندي په برخو کې فعالیت کوي.    

 د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې لیدنې پر مهال د شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او په دغو شرکتونو کې د تولیداتو له بهیر او د کارول شویو نوښتونو په اړه یې مالومات ترلاسه کړل.

 نوموړي د دې شرکتونو پرمختللو فعالیتونو ستاینه وکړه او افغانستان سره د تولید ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې دغه همکارۍ کولی شي د افغانستان د کرنیزو او اوبو لګولو بنسټونو په پرمختګ کې مؤثره ونډه ولري او د دې برخې په ځان بسیاینې کې مرسته وکړي.

 د یادو شرکتونو چارواکو هم د ټکنالوژۍ د لېږد، د مسلکي کارکوونکو د روزنې، او افغانستان ته د اړینو کرنیزو تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره خپله اماده‌ګۍ څرګنده کړه.

 خبرځاى زياته کړه: دا لیدنه د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مؤثر ګام ګڼل کېږي او هیله کېږي، چې د افغانستان په کرنیز او اوبو لګولو سکتور کې د دوامداره پرمختګ لامل شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .